د پکتیا په احمداباد او سیدکرم کې ۶۵ کورني قوریې جوړیږي

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۵ - ۱۳:۳۳
د پکتیا په احمداباد او سیدکرم کې ۶۵ کورني قوریې جوړیږي

۲۵ لېندۍ ۱۳۹۸
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ټولنې په کچه د ځمکې او ځنګلونو د تلپاتې مدیریت پروژې په همکارۍ ددې ولایت د احمد اباد او سیدکرم ولسوالیو د جلغوزې او چهارمغزو د ځنګلونو د بیارغونې په پار ۶۵ کورني قوریې جوړوي. د پکتیا د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د جلغوزې او چهارمغزو دیادوکورنیو قوریو د جوړولو په پار پر بزګرانو د قوریو جوړولو اړونده توکي وېشلي دي.
د پکتیا د کرنې ریاست وایي، چې ددې ولایت د احمد اباد په ولسوالۍ کې ۳۵ او د سید کرم په ولسوالۍ کې ۳۰ کورني قوریو جوړولو په پار پر بزګرانو د کورنیو قوریو د جوړولو اړونده توکي وېشل شوي دي.
د چارواکو په خبره په وېشل شويو توکو کې هر قوریه لرونکي ته ۱۴ بېلابېل توکي، چې په کې د جلغوزیو او چهارمغزو تخمونه، بېلچې او لاستې، د خېشاوې لپاره رمبې، پلاستیکي اوبه شیندونکی، د درملو شیندلو ماشین، توره او سپینه سره، د ناروغیو او افتونو د کنټرول درمل، پلاستیکي رسۍ، د جلغوزیو د کرلو لپاره پلاستیکي کڅوړې، د تونلونو لپاره پلاستیک او تونلونه ورکړل شوي دي.
باید وویل شي، چې له دې پروژې څخه برخمن شوي ټول قوریه لرونکو ته د جلغوزې او چهارمغزو د کرکېلي روزنه هم ورکړل شوي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت