د خوست د شېدې ټولولو له لسو مرکزونو او د پروسس له مرکز سره اړینې مرستې وشوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۲
د خوست د شېدې ټولولو له لسو مرکزونو او د پروسس له مرکز سره اړینې مرستې وشوې

۲۴مرغومې ۱۳۹۹
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د همکارې برنامې په همکارۍ ددې ولایت د شېدې ټولولو له لسو مرکزونو او د شېدې د پروسس له یو لوی مرکز سره د څه باندې ۳۲ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د اړینو توکو مرسته وکړه.
د خوست دکرنې رییس حفیظ الله شاه نوري وویل، چې په دغو مرسته شویو توکو کې د شېدې ټولولو لسو مرکزونو هر یوه مرکز ته د شېدې څلور ۵۰ کیلویي ډرمونه، دوه لیکټرو مترونه، یوه ترازو، یومیز، دوه پلاستیکي چوکۍ او له بیټرۍ سره یوه لمریزه تخته  او ۳۵۰ لیټره فریزر ورکړل شوي دي.
ښاغلی نوری دغه راز وویل، چې ددې مرستو په لړ کې د لبنیاتو د پروسس مرکز ته یوه عراده یخچالي موټر چې ۳.۵ ټنه وړتیا لي او یو ۵۰۰ لیټره فریزر په ۵۰سلنې ونډې سره او ترڅنګ یې څلور ۵۰کیلویي ډرمونه، دوه لیکټو مترونه، یومیز او څور چوکۍ هم ورکړل شوي دي.
باید وویل شي، چې د شېدې ټولولو دغه لس واړه مرکزنه او د شېدې د پروسس مرکز چې مرستې ورسره شوي دي، د خوست په ولایت کې فعالیت لري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت