هلمند کې د انجې کرکېلي ته د بزګرانو لېوالتیا زیاته شوې

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۹ - ۱۴:۱۴
هلمند کې د انجې کرکېلي ته د بزګرانو لېوالتیا زیاته شوې

۱۹ لېندۍ ۱۳۹۸
په هلمند ولایت کې د انجې کرکيله او سوداګري په غوړېدو ده او هلمندي بزګران انجې (هنګ) کرکېلي ته لېوال شوي دي.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، دوی هلې ځلې کوي چې په دې ولایت کې د کوکنارو د کرکېلي د مخنیوي په پار بزګرانو ته نوي ارزښت لرونکي کرنیزې توکي ور وپېژنې.
ښاغلي الکو وويل، په همدې موخه ددې ولایت د بولان په فارم کې په یوه جریبه ځمکه کې د انجې (هنګ) طبي بوټې کرل شوې وه او پرې څېړنې وشوې.
په دې فارم کې پر انجې تر څېړنو وروسته اوس مهال د هلمند په ګرم سېر ولسوالۍ کې بزګرو په خپلو ځمکو کې نږدې۱۸۰ جریبه انجه کرلې ده، د انجې یاد تخم د قزاقستان هېواد څخه راوړل شوې ده، چې سپین رنګ او د ښه کیفیت لرونکي دي.
لکه څنګه چې د انجې بوټي ډېرې کمې اوبو ته اړتیا لري ددې ولایت له خاورې، اوبو او هوا سره ښه مطابقت کوي.
انجه داسې بوټی دی، چې د طبي موخو لپاره کارول کېدای شي او د کورني بازار تر څنګ نړیوال مارکېټ لري او په لوړه بیهپلورل کیږي.
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د بزګرانو د ملاتړ او د کوکنارو د کرکېلي د بدیل پیداکولو په پار تل هلې ځلې کوي او په دې برخه کې یې ګڼ شمېر بریالي پروګرامونه هم پلي کړي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۷:۴۱
Background image

پکتیا کې د کرنې ریاست په همغږۍ سلګونو بزګرانو سره د اړینوتوکو مرسته وشوه

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د سره صلیب موسسې له لوري د ډنډ پټان ولسوالی د مقبل حسین خېل په کلي کې د کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه یو مهم پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

دکرنې او مالدارۍ مرستیال د کابل د بادام‌باغ نندارتون په څنډه کې د اروپايي ټولنې د اقتصادي چارو مرستیال سره وکتل


۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل په بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۳
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون له غرفو څخه د کرنې وزارت د مشرتابه لیدنه

۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېلې او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور دېرشم نندارتون په لومړۍ ورځ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د کرنې. . .

بازگشت