دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د کندهار له والي سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۴ - ۱۵:۲۰
کندهار

۲۴مرغومې ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري، کندهار ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې، ددې ولایت له والي روح الله خانزاده سره وکتل او په دې ولایت کې د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ د پراختیا، راتلونکو برنامو او د پروژو د ښې ګټې اخیستنې په پار هر اړخیزې خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د کندهار والي په دې ولایت کې د کرنیزو پروژو د پلې کېدو په هکله خبرې وکړې او د هغې پاملرنې له امله چې د کندهار ولایت کرنې اومالدارۍ ته شوي دي، د کرنې له وزارت څخه مننه وکړه. ښاغلی خانزاده وویل، د کندهار ولایت دکرنې، اوبولګولو، بڼوالۍ اومالدارۍ په برخه کې یولړ کړنې ترسره شوي دي خو اړتیا ده، چې د یادو برخو  پراختیا ته لاډېرې پاملرنې ووشي ترڅو په دې برخه کې پانګونې ډېرې شي او د اوزګارتیا کچه ټیټه شي.
په همدې حال کې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري وویل، چې کندهار د مېوو د تولید له پلوه ستر تولیدوونکی ولایت دی او د کرنې وزارت ژمن دی، چې په دې برخه کې د کندهار کروندګرو او بڼوالو سره هر اړخیزې مرستې او همکارۍ وکړي.
ښاغلی غفوري وویل، چې راتلونکی کال د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې د غځېدو ترڅنګ، د کندهار په ولایت کې به یوشمېر نورې پروژې هم پلي او بېلابېلو برخو ته به پاملرنه ووشي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت