کندهار کې د غوښینو چرګانو روزنې ۵۰ واړه فارمونه جوړیږي

content_admin
شنبه ۱۳۹۸/۵/۵ - ۱۹:۴۵
کندهار کې د غوښینو چرګانو روزنې ۵۰ واړه فارمونه جوړیږي

۵ زمری ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» له خوا د کندهار ولایت په مرکز او ژېړۍ ولسوالۍ کې بېوزلو مېرمنو لپاره د غوښینو چرګانو روزنې ۵۰ واړه فارمونه جوړیږي.

دغه فارمونه چې هر یوه یې د ۵۰۰ غوښینو چرګانو د روزنې وړتیا لري د کندهار ولایت په مرکز او ددې ولایت په ژېړۍ ولسوالۍ کې جوړیږي.

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وویل، چې ددغو فارمونو د جوړولو لړۍ د کندهار له مرکز څخه پیل شوې، چې په ترڅ کې به یې د غوښینو چرګانو ۵۰ واړه کورني فارمونه جوړ شي. ددغو فارمونو د جوړولو ترڅنګ له دې برنامې څخه پر برخمن شوي مېرمنو دچرګانو باکیفیته خوراکي توکي، چرګانو ته د دانې او اوبو ورکولو لوښې او همداراز یوه اندازه درمل او واکسین هم وېشل کیږي.
د کندهار د کرنې ریاست زیاته کړه، چې له دې برنامې څخه برخمن شوي مېرمنولپاره د چرګانو د روزنې په برخه کې روزنیز پروګرامونه هم په پآم کې نیول شوي دي.
ددغو فارمونو د جوړولو موخه د بېوزلو مېرمنو اقتصادي وده او ملاتړ او په کور دننه مېرمنو ته د کار زمینې برابرول او ترڅنګ یې له بهره د غوښینو چرګانو د وارداتو کچه ټېټول دي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۲
Background image

آگاهی‌دهی به دهاقین درباره کشت پیاز تخمی به شکل قطار در ولسوالی دند غوری

۴ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
برای دهاقین ولسوالی دند غوری  ولایت بغلان برنامه آگاهی‌دهی در مورد کشت پیاز تخمی به شکل قطار از سوی کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری آن ولایت برگزار شد. 
این. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

برگزاری برنامه آموزشی برای دهاقین و باغداران در ولسوالی آبشار

۴ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
برنامه آموزشی از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پنجشیر  برای دهاقین و باغداران قریه دوست علی ولسوالی آبشار آن ولایت  برگزار شد. 
در این برنامه، برای ده‌ها تن از. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۵۸
Background image

بازدید از روند ترمیم فارم قره‌قل در بلخ

۳ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ از روند ترمیم فارم قره‌قل  آن ولایت بازدید و بررسی به‌عمل آوردند.
این بازدید به تأسی از هدایت وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها