د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه لوګر کې دکچالو ۷۸ زېرمتونونه جوړوي

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۹/۱ - ۱۶:۵۶
د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه لوګر کې دکچالو ۷۸ زېرمتونونه جوړوي

۱ لیندۍ ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا د پروژې له ارې د لوګر په ولایت کې د کچالو د ۷۸ زېرمتونونو رغنیزې چارې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې، ۹۵ سلنه بشپړ کړي دي.
د کچالو دغه زېرمتونونه د ۴۸ میلیونه او ۱۰ زره او ۹۲ افغانیو په لګښت د کرنې وزارت په ۸۰ سلنه او د برخمن شویو بزګرانو په ۲۰ سلنه ونډې جوړیږي.
دغه زېرمتونونه هر یوه د ۱۲ مټریک ټنه کچالو د زېرمه کولو وړتیا لري، چې ددې ولایت د بزګرانو د کچالو ساتنې لپاره غوره زمینه برابروي، په دغو ۷۸ زېرمتونونو کې د لوګر بزګران کولای شي، چې دکال څه باندې ۹۳۰ مټریک ټنه کچالو زېرمه کړي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې او معلوماتو ریاست د شمېرو له مخې تېرکال د لوګر په ۵۴۵ هکټاره ځمکه کې کچالو کرل شوې وه، چې د تولید کچه یې ۱۰ زره او ۹۰۰ ټنه وه.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت