کندهار کې د لبنیاتو پلورنځیو څخه څارنه وشوه
۱۶ سلواغه ۱۴۰۱ه.ش
۱۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د څارویو روغتیا آمریت له خوا ددې ولایت په اتمه او اوومه ناحیو کې د لبنیاتو پلورنځیو څخه څارنه او نظارت ترسره شوه.
ددې څارنې په ترڅ کې د لبنیاتو پلورونکو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې، چې له تازه شیدې ګټه پورته کړي او ترڅنګ یې باید په جدي توګه نظافت هم مراعت کړي.
ددې څارنې او ارزونې موخه خلکو ته صحي او باکیفیه لبنیات برابرول او د ناروغیو د خپراوي مخنیوی دی.