کندهار کې د انارو نندارتون

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۵ - ۱۴:۲۹
کندهار کې د انارو نندارتون


۲۵ لړم ۱۳۹۹
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت عېنو مېنه کې د انارو دوه ورځنۍ نندارتون په لاره اچول شوې وه. په دې نندارتون کې د انارو حاصلات په ۳۴ غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي وو. په یاد نندارتون کې د انارو ترڅنګ یوشمېر نور کرنیز توکي هم نندارې ته وړاندې شوي وو.
ددې نندارتون موخه د کندهار د بڼوالۍ محصولاتو په ځانګړې توګه د کندهار «انار، انځر او انګور» ته په ملي او نړیواله کچه د پلورمارکېټ پیداکول دي.
د کندهار د کرنې رییس سیدحفیظ الله سیدي ددې نندارتون موخه د بڼوالو محصولاتو ته بارازموندنه او مارکیټ سره د بڼوالو بلدتیا په ګوته کړه. هغه وویل: «ددې نندارتون موخه کرنیزو محصولاتو ته بازار موندنه او د بزګرانو اقتصادي وده ده.»
ښاغلي سیدي وویل، کندهار ډېر شمېرکرنیز توکي تولیدوي، خو د کندهار انار په نړیواله کچه پېژندل شوي مېوه ده، ځکه دوی هلې ځلې کوي، چې د یادې مېوې د پېر-پلور په پار د نړیوال مارکیټ زمینه برابره کړي.

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت