هلمند کې د غنمو د مورني تخمونو د پروسس لړی پیل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۵ - ۱۲:۴۱
هلمند کې د غنمو د مورني تخمونو د پروسس لړی پیل شو
 
۲۵ چنګاښ ۱۳۹۹
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د هلمند د کرنې ریاست اړوند د بولان په څېړنیز فارم کې د غنمو د مورني تخمونو دتولید په موخه مورني تخمونه کرل شوې وه، چې اوس یې د پروسس لړۍ پیل شوې ده.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې په دې ولایت کې د غنمو د اصلاح شوي تخمونو د تولید په موخه د غنمو بېلابېل ډولونه یا ورایټۍ کرل شوې وه، چې له دغو غنمو څخه به د غنمو مورني تخمونه تر لاسه شي. دهغه په خبره د غنمو دغه مورني تخمونه به دهغو شرکتونو په واک کې ورکړل شي، چې د اصلاح شوي تخمونو د تولید په برخه کې د فعالیت جواز لري.
په هلمند کې د غنمو د اصلاح شوي تخمونو په تولید سره یاد ولایت د تصدیق شوي تخمونو له اړخه ځان بساینې ته نږدې کیږي.
د هلمند دکرنې رییس وایي دوی هلې ځلې کوي، چې په هلمند ولایت کې د بېلابېلو نباتاتو تخمونه اصلاح او تکثیر کړي تر څو د بزګرو کرنیز محصولات د کمیت او کیفیت له پلوه ښه او د بزګرو او ځمکوالو د اقتصادي ودې لامل شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت