لوګر ولایت بزګرانوته څه باندي لس میلیونو افغانیو د ویش لړۍ پیل شوه
۹ لېندۍ ۱۴۰۰ هـ.ش
۲۴ ربیع الثانی ۱۴۴۳ هـ.ق
لوګر ولایت کې ۶۰ تنه بزګرانو ته IRC موسسی لخوا لس میلیونو، ۵۴ زره او ۸۰۰افغانیو د ویش لړۍ پیل شوه
د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایې، لوګر ولایت کې ۶۰ تنه بزګرانو ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږي او IRC موسسی په مالي لګښت لس میلیونو، ۵۴ زره او ۸۰۰افغانۍ نغدې پیسې وویشل شوي، چې هر بزګر ته اوولس زره او ۵۸۰ ورکړل شوي. په دې مراسموکې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی سید امین، IRC موسسی استازو، لوګر ولایت اقتصاد ریاست استازې او لوګر ولایت د صرافانو ټولنی ریس ګډون کړی وو.