د هلمند د لیمو د سوداګریزو بڼونو پایله مثبته ده

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۶ - ۸:۳۷
د هلمند د لیمو د سوداګریزو بڼونو پایله مثبته ده
 
۲۶ چنګاښ ۱۳۹۹
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې، په دې وروستیو کلونو کې په دې ولایت کې بزګرو ته د لیمو سوداګریز بڼونه جوړ شوي دي، چې دا مهال یې پایلې ښې او مخ پر وده روان دي.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي: «د هلمند خاوره اوبه او هوا دلیمو پالنې او روزنې ته مناسبه، ده په همدې موخه په پام کې لرو چې د کوکنارو د ښه بدیل په توګه د لیمو بڼونه ځمکوالو ته ور وپېژنو او ترویج یې کړو.»
ښاغلي الکو وویل په دې برخه کې د نمونې په ډول لسګونه جریبه ځمکه کې په توافقي ډول د لیمو بڼونه جوړ شوي، دي چې تر ډېره یې ښه پایله ورکړې ده.
د هغه په خبره د هلمند دکرنې ریاست په پام کې لري، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ اومالدارۍ ملي پروژې «NHLP» په همکارۍ سږکال هم ددې ولایت بزګرو ته د لیمو بڼونه جوړ کړي.
د هلمند دکرنې ریاست تمه لري، چې په دې ولایت کې د سټروسو کورنۍ لا ډېر پراخه شي.
د سټروسو د کورنۍ ډېری بڼونه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه او ددې ولایت په ناوې او نادعلي ولسوالیو کې دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت