دکرنې وزارت د عوایدو راټولولو د څرنګوالي په پار غونډه دائره شوه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۷/۲۹ - ۹:۵۳
جلسه چگونگی جمع‌آوری عواید وزارت زراعت برگزارشد


۲۶ تله ‍۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال فضل‌الباری‌ فضلي په مشرتابه غونډه دائره شوه، چې په کې د کرنې وزارت په عوایدو کې د عشر او زکات د توحید او شاملولو په پار خبرې وشوې.
دغه غونډه، چې د مالي او اداري معینیت په دفتر کې د کرنې وزارت د عوایدو د توحید په پار دائره شوې وه، د کرنې وزارت د عایداتي برخې چارواکو حضور درلود او پر اړونده موضوع خبرې وکړې.
په دې غونډه کې دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال وویل: «له کومه ځآیه چې د هر فرد، ټولنې او دولت د چارو د پرمخ وړولو او د هېواد ځان بسیاینې په پار عواید مهم دي، په همدې موخه داغونډه مو د واحد پلان جوړولو، د ځان بسیاینې په لور د تګ په پار د مشروع، اصولي او قانوني راټولولو لارې چارې، د عوایدو په ټولولو کې د عشر او زکات شاملولو، چې د اسلام مبین دین له مهمو ارکانو څخه دی دائره کړې ده. له تاسو غواړم، چې د هر ریاست د عوایدو د کچې، د عوایدو زیاتوالی، د عوایدو د راټولولو معیاري کول او نورو اړینو چارو کی خپل نظریات شریک کړئ.»
وروسته د کرنې وزارت د لسو عایداتي سکټورونو رییسانو خبرې وکړې، هغوی د اړوندو ریاستونو د کړنو، د عوایدو راټولولو لارو چارو، د عوایدو کچه او د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ د برخو پر عوایدو خبرې وکړې.
په پای کې ښاغلی فضلي وویل، چې په راتلونکو ورځو کې به ددې غونډې په تعقیب بله غونډه دائره شي او اړوندو رییسانو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د موضوع اړوند ځانګړې نظرونه او پلانونه له ځان سره ولري، ترڅو وکولای شي، چې د بشپړ پلان په جوړولو کې د کرنې وزارت سره همکاري وکړي.
 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۰/۹/۴ - ۱۳:۱۵
Background image

لغمان ولایت په قرغه یې ولسوالۍ کې د غنمو د اصلاح شوي تخم د ویش لړۍ پیل شوه


۴لیندۍ  ۱۴۰۰ ه ش 
۱۹ربیع الثانی  ۱۴۴۳ه ق 
لغمان ولایت د کرنې, اوبولګونې او مالدارۍ ریاست  په مرسته او د FAO په مالي لګښت په قرغه یې ولسوالۍ کې ۱۰۰۰ تنه بزګرانو ته دغنمو اصلاح شوي تخم د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۹/۴ - ۱۳:۵
Background image

کندز کې پر بزګرانو د غنمو د اصلاح شوي تخم د وېش لړۍ پیل شوه


‌۴ليندۍ ۱۴۰۰
د کندز ولایت د کرنې ریاست مسؤلین وايي، چې د یاد ولایت په چهار درې ولسوالۍ کې پر زرو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم د وېشلو لړۍ پیل شوې، چې هر بزګر ته یوه بوجۍ اصلاح شوی تخم،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۹/۴ - ۱۳:۱
Background image

غزني ولایت کې دوه زره او ۵۶ کسانو ته د کار په مقابل کې د نقدو پیسو ویش پیل شو


۴لیندۍ  ۱۴۰۰ ه ش 
۱۹ربیع الثانی  ۱۴۴۳ه ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ  ریاست دوه زره او ۵۶ مسلکي او غیرمسلکي کسانوته د کار په مقابل کې دوه دیرش میلیون افغانو د ویش لړۍ. . .

بازگشت