دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال دخوست دکرنې رياست له چارواکو سره وکتل
۹ ليندۍ ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال مولوی شمسالدین شریعتي، دخوست ولايت دکرنې رياست له کارکوونکو سره په ليدنه کې د بڼوالۍ پر ترويج ټينګار وکړ.
په دې ليدنه کې، ښاغلی شريعتي د خوست دکرنې رياست چارواکو ته په خطاب کې وويل: "افغانستان ډېرو مالټو ته اړتيا لري، دې ته په کتو له تاسو دوې غوښتنې لرم: لومړی، بڼوالۍ ډېر ترويج کړئ او مالټې ته لومړيتوب ورکړئ، ځکه خوست د هغو ګوتو په شمېر ولايتونو څخه دی، چې د مالټې بڼونو جوړولو په پار مناسب اقليم لري. دويم، د مصنوعي بڼونو جوړولو په پار کار وکړئ."
هغه د مصنوعي بڼونو په هکله وويل، چې ددې ولايت له پاره چهارمغز او جلغوزې غوره دي.
دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال زياته کړه، چې د بڼونو جوړول د هېواد د ښکلا او سمسورتيا ترڅنګ، د خلکو د اقتصادي پياوړتيا، کارموندنې او چاپېريال ساتنې په برخه کې اساسي ونډه لري.
په دې ليدنه کې، د خوست دکرنې رياست کارکوونکو په تېرو کلونو کې د ليمو بڼونو احداث ته په اشارې وويل، چې په تېرو درې کالو کې، دوی د جلغوزې او چهارمغزو څه باندې يومېليون نيالګي توليد او وېش ته چمتو کړي دي، چې د سلواغې په مياشت کې وېشل کېږي.
هغوی زياته کړه، چې دا نيالګي د ځنګلونو د بيارغونې په پار په ۲۷هکټاره ځمکه کې کېنول کېږي.
ديادونې وړ ده، چې خوست ددې مېوې د توليد له پاره مناسبه اوبه او هوا لري.