لوګر کې د هندواڼو کروندې او حاصلات زیات شوې

mail-admin
Wed, Aug 19 2020 9:16 AM
لوګر کې د هندواڼو کروندې او حاصلات زیات شوې
 
۲۹ زمری ۱۳۹۹
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د پخوا په پرتله خلک د هندواڼو کرکېلي ته لېوال شوي، چې ورسره په دې ولایت کې د هندواڼو کروندې او حاصلات کال په کال زیاتیږي.
د لوګر د کرنې ریاست ددې ولایت د هندواڼو سږنۍ حاصلات د تېرو کلونو په پرتله بې مخینه بولي او وایي، چې بزګرانو سره د کرنې وزارت همکارۍ او مرستې، پراخ ورښتونه او د طبیعي افتونو نشتون ددې لامل شوي، چې د هندواڼو حاصلات زیات شي.
لوګر د هندواڼو کرکېلي او ودې لپاره مناسب اقلیم لري؛ په همدې موخه ددې ولایت ډېری بزګران هندواڼو کرکېلي ته زړه ښه کوي.
د لوګر ولایت د هندواڼو حاصلات په مناسب موسم کې بازار ته وړاندې کیږي او د پلور ښه فرصت لري. د لوګر د کرنې ریاست دچارواکو په خبره، کله چې د تودو ولایتونو هندواڼې مخ په ختمېدو شي، په همدې وخت کې د لوګر د هندواڼو حاصلات بازار ته وړاندې کیږي، او په مناسبه بیه پلورل کیږي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS