د هلمند ولایت په بولان څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو مېوو او نباتاتو څېړنې روانې دي 

mail-admin
Sun, Jul 20 2025 2:18 PM

۲۹ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د کرنیزو څېړنو مدیریت مسلکي کارکوونکي د بولان څېړنیز فارم په بېلابېلو څانګو کې څېړنې ترسره کوي.  
په دغه فارم کې د مېوو بڼونو ترڅنګ د حبوباتو، سبو، تېلې بوټو، مورنيو او هستوي تخمونو او د کرنیزو تجربو په اړه څېړنې روانې دي. د بڼونو په برخه کې د مورنیو پایو ساتنه، د پیوند لپاره د پنګو او نیالګیو لپاره د قلمو وېش او زده کړیالانو او کروندګرو ته د پیوند، شاخبرۍ، تاکبرۍ، اوبولګولو، د سرو او لایم سلفر کارونه، د ځمکې نرمولو، او حاصل راټولولو عملي زده کړې وړاندې کېږي. همدارنګه، د وقایې لپاره د ژمنیو غوړیو د سپرې چارې د پلان له مخې ترسره کېږي.  
د هلمند د کرنې ریاست هڅه کوي، چې په هلمند ولایت کې د بېلابېلو نباتاتو، حبوباتو، سبو، او مېوو د تخمونو اصلاح، ترویج او تکثیر په برخه کې فعالیت وکړي. موخه دا ده، چې د کروندګرو حاصلات لوړ کړي او هغوی ته د قناعت وړ عاید ترلاسه کړي.
دا څېړنې به د کرنیزو محصولاتو تولید زیاتولو، نباتاتو د اصلاح، او د ناروغیو مخنیوي لپاره اغېزمنې پایلې ولري.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS