لوګر کې د ۳۱۸ ميليونه افغانيو په لګښت ۱۷ لویې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۷ - ۱۵:۱۹
لوګر کې د ۳۱۸ ميليونه افغانيو په لګښت ۱۷ لویې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې


۱۷ لیندۍ ۱۳۹۹
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د کرنې، اوبولګولو، لبنیات، بڼوالۍ او یوشمېر نورو برخو کې د ۳۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۷ لویو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د لوګر والي محمداجمل شاه پور، د ولایتي شورا یوشمېر وکیلان، د کرنې رییس عبدالله تسل، قومي مشران او د لوګر ولایت یوشمېر سیمه ییزو چارواکو او اوسیدونکو ګډون درلود.
د لوګر د کرنې رییس عبدالله تسل وویل، په دغو ۱۷ لویو پروژو کې سلګونه کوچني پروژې د کرنې، اوبولګولو، مالدارۍ، بڼوالۍ، لبنیاتو او یوشمېر نورو برخو کې شاملي دي. د ښاغلي تسل په خبره دغه پروژې ددې ولایت په مرکز پل علم او ټولو ولسوالیو کې د کرنې ریاست او همکارو موسسو په مرسته پلي شوي دي، چې په کې د مېوو لپاره سارک سړې خونې، د پیازو او کچالو زېرمتونونه او ممیزخونې جوړول او دغه راز د اوبولګولو، مالدارۍ، لبنیاتو او نور برخو اړونده پروژې شامل دي.
د لوګر د کرنې رییس دغه راز وویل، چې د یادو پروژو د پلي کېدو له لارې ګڼو بې کارو خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه. د هغه په خبره دغه پروژې د لوګر ولایت په مرکز او ولسوالیو کې کرنیزو حاصلاتو ته په کتو کروندګرو او بڼوالو ته جوړې شوي، چې په جوړېدو سره یې د حاصلاتو د خوسا کېدو مخه نیول کیږي او د بزګرانو او بڼوالو د عوایدو د زیاتوالي لامل هم کیږي.
د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رییس عبدالله تسل زیاته کړه، چې راتلونکی کال به په دې ولایت کې د اوبولګولو په برخه کې د ۱۵۵ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه نورې پروژې هم پلي شي.
په همدې حال کې د لوګر والي محمداجمل شاه‌پور، د لوګر په ولایت کې د یادو زېربناوو د جوړولو په پار د کرنې له وزارت څخه مننه وکړه او وویل: «د خوشحالۍ ځای ده، چې د ښو فرصتونو په لړ کې یو، د داسې پرمختیایي پروژو پلي کول، هېوادوالو پر وړاندې د حکومت د کلک او قوي ارادې ښکارندویي کوي.» د لوګر والي دغه راز وویل، چې ددغو بزګرانو د هڅو او زحمتونو برکت دی، چې هېوادوالو مو په ډېرو بروخو کې خپل باکیفیته وطني توکو څخه ګټه پورته کوي.
په ورته وخت کې د لوګر د ولایتي شورا غړی سیدقریب الله سادات په خپلو خبرو کې وویل، چې د لوګر ډېری ولسونه په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او یادې پروژې د دوی د عوایدو د زیاتولو په برخه کې مرسته کوي، هغه وویل: «ډېر د خوښۍ ځای ده، چې د لوګر په ولایت کې د کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ او نورو برخو کې د لویو او وړو پروژو د ګټې اخیستنې شاهدان یو.» هغه له اړوندو چارواکو غوښتنه وکړه، چې انډولیزه پراختیادې په پام کې ونیسي.
دغه راز د ولسوالانو په استازیتوب د برکي برک ولسوال احمدویس عبدالرحیمزی خبرې وکړې، هغه د داشان پروژو پرانسته د ولسونو په ژوندانه د مثبت بدلون په برخه کې لوی ګام وباله او ترڅنګ یې ډاډ ورکړ، چې په ولسوالیو کې د ورته پروژو په پلي کولو کې ولسونه پوره همکاري کوي.
په لوګر ولایت کې یادې پروژې پلي کېدل ددې ولایت د بزګرانو، مالدارانو او بڼوالو د خوښۍ لامل شوي دي. دوی وایي، چې یاد پلي شوي پروژېکولای شي، چې د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ وده کې رغنده رول ولوبوي او د ولایت په کچه د اقتصادي ودې لامل شي.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۵
Background image

معین وزارت زراعت مولوی باز محمد فیضان: برای حفاظت از جنگل‌ها و تقویت پرورش زنبور عسل، جنگل‌های بیره گسترش می‌یابد

۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ رجب‌المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق
معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، مولوی باز محمد فیضان، در جریان سفرش به ننگرهار گفت که به‌منظور ارزیابی وضعیت جنگل‌ها. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۱۵
Background image

کشت قطعات نمایشی گندم در ولسوالی شولگره بلخ

۲۱ جدی ۱۴۰۴ هـ.ش
سه قطعه نمایشی گندم از نوع ورایتی «چونت ۰۱» در قریه کندک ولسوالی شولگره ولایت بلخ، به شیوه عصری قطاری و تحت نظارت و رهنمایی عملی مدیریت غله‌جات و حبوبات این ولسوالی کشت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۱۰
Background image

در دو ولسوالی کابل وسایل بڼوالى بر ده‌ها بڼوال توزیع شد

۲۱ جدی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ رجب‌المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کابل با همکاری مؤسسه روپانی، وسایل باغداری را بر ۲۰۰ باغداری در ولسوالی‌های پغمان و چهارآسیاب این ولایت. . .

بازگشت به خبرها